بسم الله الرحمن الرحيم

په لویدیځو هیوادونو کې ټولو ځوانانو ته

هغه ترخې پیښې چې ړندې ترهه ګرۍ په فرانسې کې وپنځولې، یو ځل بیا زه له تاسو ځوانانو سره خبرو ته وهڅولم. زما لپاره خواشینوونکې ده چې د خبرو زمینه په دغه ډول پیښو سره برابریږي، خو حقیقت دادی چې که دردوونکې مسایل د یوې چارې د لټولو لپاره زمینه او د هم فکرۍ لپاره لاره برابر نه کړي تاوان دوه چنده کیږي. د نړۍ په هر یو ځای کې د هر یو انسان غم په خپله د نورو انسانانو زړونه غمجنوي. دهغه ماشوم نظاره چې د خپلوانو په وړاندې ساه ورکوي ، هغه مور چې د کورنۍ ښادي یې په غم بدلیږي، هغه میړه چې د خپلې میرمنې بې روحه تنه په منډه یوې خوا او بلې خوا ته زغلوي، او یا هغه نندارچي چې نه دی خبر څو شیبې وروسته به د خپل ژوند د نندارې وروستۍ پرده ویني، دا داسې منظرې نه دي چې انساني احساسات او جذبات راونه لړزوي. هر انسان چې له محبت او انسانیته لږ شان هم برخمن وي ددغه صحنو په لیدلو متاثره او غمجنیږی. که هغه په فرانسې کې وشي که په فلسطین اوعراق او لبنان او سوریې کې، قطعا یو نیم میلیارد مسلمانان همدا احساس لري او ددغه غمیزو له عاملانو او مسببانو کرکه او ویزاري لري. خو خبره دا ده چې که د نن غمونه د ښه او امنه راتلونکې د جوړولو سبب نه شي یوازې په ترخو او بې ثمره یادونو بدلیږي. زه یقین لرم یوازې تاسو ځوانان یئ چې له نننیو ناخوالو په درس اخستلو سره د راتلونکې د جوړولو لپاره نوې لارې پيدا کولې شئ او دهغو بې لاریو مخه نیولې شئ چې لویدیځ یې نن دې حال ته رسولی دی.

سمه ده چې نن ترهه ګري زمونږ او ستاسو ګډ درد دی، خو ضروري ده پوه شئ هغه ناامني او پریشاني چې په وروستیو پیښو کې مو تجربه کړې، له هغو کړاوونو سره چې د عراق ، یمن ، سوریې، او افغانستان خلکو په تیرو کلونو کې زغملې دوه لوی فرقونه لري. لومړی دا چې اسلامي نړۍ په لا ډیرو پراخو اړخونو، په لا زیاته اندازه او د لا اوږدې مودې په مخه د ترهه ګرۍ او تاوتریخوالي قرباني پاتې شوې ده، او دوهم دا چې په خواشینۍ سره ځینو لویو طاقتونو همیشه په مختلفو ډولونو او اغیزمنه بڼه د دغه تاوتریخوالو ملاتړ کړی دی. نن به ډیر لږ کسان داسې وي چې د القاعدې ، طالبانو او ورپسې نورو ډلو په پیدا کولو، پياوړلو او په وسلې سنبالولو کې د امریکا د متحده ایالتونو له روله نه وي خبر. د دغه نیغ په نیغه ملاتړ په څنګ کې د تکفیري ترهه ګرۍ ښکاره او پيژندل شوې ملاتړي د ډیرو شاته پاتې سیاسي نظامونو له لرلو سره سره همیشه د لویدیځ د متحدانو په صف کې پاتې شوې دي، او دا په داسې حال کې دي چې په سیمه کې له خوځنده ولسواکۍ راپورته شوې ډیرې مخکښې او رڼې لیدتوګې په ډیرې بې رحمۍ سره ځپل کیږي. په اسلامي نړۍ کې د بیدارۍ له غورځنګ سره د لویدیځ دوه ګونی چلند په لویدیځو سیاستونو کې د تضاد ښکاره نمونه ده .

د دغه تضاد بل مخ د اسراییلو له دولتي ترهه ګرۍ په ملاتړ کې لیدل کیږي. د فلسطین مظلوم خلک تر شپيتو کلونو زیات وشول چې د ترهه ګرۍ ډیره بده روده تجربه کوي. که د اروپا خلک نن یوازې څو ورځې په خپلو کورونو کې پناه اخلی او د ګڼې ګوڼې په ځایونو او مرکزونو کې له غونډیدو ډډه کوي،یوه فلسطینۍ کورنۍ لسګونو کلونه کیږي چې حتی په خپلو کورونو کې د صهیونیسټ رژیم له وژونکي او ویجاړوونکي مشینه په امن کې نه ده. نن د قساوت او سخت زړه توب له نظره کوم یو تاوتریخوالی د صهیونیسټ رژیم له خوا د ښارګیو له جوړولو سره پرتله کولی شو؟ دغه رژیم هره ورځ بې له دې چې هیڅکله په جدي او اغیزمنه توګه د خپلو نفوذ لرونکو متحدانو او یا لږ تر لږه په ظاهره د خپلواکه نړیوالو ادارو له خوا و غندل شي، هره ورځ د فلسطینیانو کورونه ورانوي او کروندې او باغونه یې ویجاړوي، بې له دې چې حتی هغوی ته د کور د سامان د لیږدولو او یا د کرهڼې د محصولاتو د ټولولو فرصت ورکړی شي. او دا هر څه زیاتره وخت د ښځو او ماشومانو د ژړیدلو او ترهیدلو سترګو په وړاندې ترسره کیږي. چې د خپلې کورنۍ د غړیو د د وهلو ټکولو او په ځينو مواردو کې یې ویروونکو شکنجه ځایونو او ټارچر سیلونو ته د لیږلو لیدونکي دي. آیا په نننۍ نړۍ کې په دومره لویه اندازه او پراخه او دوامداره توګه کوم ظلم او قساوت پیژنئ؟ د سړک په مینځ کې د یوې ښځې په ډزو ویشتل یوازې په دې جرم چې له سر تر پښو په وسلې سنبال عسکر باندې اعتراض کوي، ترهه ګري نه ده نو څه دي؟ دا ظلم او بربریت له دې امله چې د یو نیواکګر دولت د پوځي ځواک له خوا ترسره کیږي بایدافراطیت ونه بلل شي؟ یا ښایي دا فلمونه یوازې په دې سبب چې شپیته کاله کیږي بیا بیا د ټیلی ویژن په مخ ښودل کیږي نور باید زمونږ ضمیرونه راونه لړزوي.؟

په اسلامي نړۍ د وروستیو کلونو لښکر کشۍ چې ډير کسان پکې قربانيان شول، د لویدیځ د متضاد منطق یوه بله بیلګه ده .تر یرغل لاندې راغلو هیوادونو پر انساني تلفاتو سربیره، خپل اقتصادي او صنعتي بنیادونه او انفراسټرکچر له لاسه ورکړی دی. د ترقۍ او پراختیا په لور دهغوی حرکت دریدلی یا غړند شوی او په ځينو مواردو کې لسګونه کاله شاته تللې دي. سره له دې په ډیر سپین سترګې توب له هغوی غوښتل کیږي چې ځانونه مظلوم ونه ګڼي. څنګه ممکنه ده چې یو هیواد په کنډوالې بدل او ښارونه او کلي یې خاورې ایرې کړی شي بیا ورته وویل شي چې ځانونه مظلوم مه ګڼئ! په غمیزې د ځان نه پوهولو او یا یې دهیرولو په ځای یوه رښتینی بخښنه او عذر خواهی ښه نه ده ؟ هغه کړاوونه چې په دغو کلونو کې اسلامي نړۍ د یرغلګرو له دوه مخې توب او مخ بدلولو زغملې دي تر مادي تاوانونو کم نه دي.

خوږو ځوانانو! زه هیله لرم چې تاسو په اوس وخت یا راتلونکې کې دغه په تزویر ککړ ذهنیت بدل کړئ، هغه ذهنیت چې هنر یې د لرو اهدافو پټول او د موذي او ناوړه موخو ښکلې ښودل دي. زما په خیال د امنیت او ارامښت په راوستلو کې لومړۍ مرحله د دغه زیږوالي او تشدد زیږوونکي فکر اصلاح کول دي. تر څو چې دوه ګوني معیارونه د لویدیځ پر سیاست واکمن وي او تر څو چې ترهه ګري د هغې د پیاوړو ملاتړو په نظر کې په ښه او بده تقسیمیږي ، او تر څو چې د دولتونو ګټو ته پر انساني او اخلاقي ارزښتونو ترجیح ورکول کیږي د تاوتریخوالي جرړې په بل ځای کې مه لټوئ.

په خواشینۍ سره دغه جرړې په تیرو اوږدو کلونو کې تدریجا د لویدیځ د کلتوري سیاست ژورو ته غځیدلې او یو نرم او غلی یرغل یې برابر کړی دی. د نړۍ ډیر ولسونه په خپل ځایي او ملي کلتور ویاړ کوي، هغه کلتورونه چې د غوړیدو او زیږیدو تر څنګ یې په سلګونو کلونه بشری ټولنې ښې تغذیه او مړې کړې دي. اسلامي نړۍ هم له دې خبرې مستثنی نه ده .خو په اوس مهاله پړاو کې لویدیځه نړۍ له پرمختللو وسایلو په استفادې سره د نړۍ د کلتورونو په یو شانته والي او مشابه کولو ټینګار کوی. زه پر نورو ولسونو د لویدیځ د کلتور تپل او د خپلواکه کلتورونو وړوکې او سپک ګڼل یو خاموشه او ډیر تاوان رسوونکی تاوتریخوالی ګڼم ، د بډایه کلتورونو سپکاوی او د هغوی ډیرو محترمو او درنو برخو ته سپکاوی په داسې حال کې کیږي چې په ځای یې راوستونکی کلتور بیخي د هغې په ځای د راتللو وړتیا نه لري . مثلا د « زیږوالي» او «اخلاقي بې لاریتوب او لغړتوب» دوه عناصر چې متاسفانه د لویدیځ کلتور په دوو اصلي توکو بدل شوې خپل مقام او مقبولیت حتی په خپل زیږنځای کې هم له لاسه ورکړی دی . اوس پوښتنه دا ده چې که مونږ یو جګړه غواړی ، مبتذل بې معنا او ماده پاله فرهنګ ونه غواړو آیا ګناه مو کړې ده؟ که د هغه ویجاړوونکي سیلاب مخه ونیسو چې د تش په نامه هنري محصولاتو په چوکاټ کې زمونږ پر ځوانانو راروان دی، ګرم یوو؟ زه د کلتوري پیوندونو د اهمیت او ارزښت انکار نه کوم دا پيوندونه هر کله چې په طبیعی شرایطو او په احترام سره منونکې ټولنې ته وړاندې شوې د ترقۍ ودې او بډایتوب سبب شوې دي . د دې په اپوټه ، نا غږمله او تپلي پیوندونه ناکامه او زیانمنوونکي پاتې شوې دي.

په ډیر افسوس سره باید ووایم چې د داعش په شان پریوتې ډلې له وارداتي ( تپلو) فرهنګونو سره د ناکامو وصلتونو زیږنده دي. که ستونزه واقعا د عقیدې وه باید د استعمار له زمانې مخکې هم دغه شان ډلې په اسلامي نړۍ کې لیدل شوې وې ، حال دا چې تاریخ د دې په اپوټه ګواهي ورکوي. د تاریخ مسلم مستندات په ډیره واضحه توګه ښيي چې څرنګه په یوې بدوي قبیلې کې له یو افراطي او شړل شوې تفکر سره د استعمار یو ځای کیدو په دې سیمه کې د تندلارۍ ( افراط ګرۍ) تخم وشینده . که نه وي څنګه ممکنه ده چې د نړۍ تر ټولو د زیات اخلاقي او انساني دینه چې په خپل بنیادي متن (اصولو) کې د یو انسان وژل د ټول انسانیت د وژلې په شان ګڼي، د داعش په شان خځله راووځي؟

له بلې خوا باید وپوښتو ولې هغه کسان چې په اروپا کې پیدا شوې او په هماغه ماحول او چاپیریال کې فکري او روحي تربیت شوې ، په دغه شان ډلو کې شاملیږي ؟ آیا باور کولی شو چې ځینې کسان جنګي سیمو ته په یو دوو سفرونو سره ناڅاپه دومره افراطي او تندلارې شي چې خپل وطنوال په مشین ګنو سوري کړي؟ قطعا په یو ککړ او د تاوتریخوالي په زیږوونکي چاپیریال کې د یوه عمر فرهنګي تغذیې اثرات باید هیر نه کړی شي. باید په دې مساله کې جامع تحلیل ولرو . داسې تحلیل چې د ټولنې پټې او ښکاره ککړتیاوې پيدا کړي، ښایي هغه ژوره کرکه چې د صنعتي او اقتصادي ترقۍ په کلونو کې د نابرابریو او کله هم د قانوني او ساختاري توپیرونو په وجه د لویدیځو ټولنو د ځینو پرګنو په زړونو کې زرغونه شوې ، داسې غوټې او عقدې پیدا کړي چې کله ناکله د دغه شان ناروغیو په شکل کې پرانستل کیږي.

په هر حال دا تاسو یئ چې باید د خپلې ټولنې ظاهرې استرونه راوسپړئ، غوټې او کینې پيدا کړئ او وې توږئ. درزونه باید د ژورولو په ځای وګنډو. له ترهه ګرۍ سره په مقابله کې لویه غلطي هغه بیړني غبرګونونه دي چې دغه درزونه نور هم زیاتوي. هر جذباتي او د وارخطایۍ اقدام چې په اروپا اوامریکا کې استوګنه مسلمانه ټولنه چې له میلیونونو فعالو او مسوولیت منونکو انسانانو جوړه ده ، په ګوښه توب ، ویرې یا پریشانۍ کې راولي او تر پخوا زیات هغوی له خپلو اصلی حقوقو محرومه کړي او د ټولنې له ډګره یې څنډې ته کړي، نه یوازې ستونزه هواروي نه بلکې فاصلې به لازیاتې او زړه بدۍ به لا ژورې کړي. سطحي او غبرګوني تابیاوې په تیره بیا که قانوني بڼه هم ومومي، بې له دې چې د موجودو قطب بندیو په زیاتولو سره د نورو بحرانونو لپاره لاره پرانیزي ، بله فایده نه لري. د رارسیدلو خبرونو له مخې ، په ځینو اروپایي هیوادونو کې داسې قوانین ایښودل شوې چې ښاریز د مسلمانانو په خلاف جاسوسۍ ته مجبوروي . دغه کړنې ظالمانه دي او ټول پوهیږو چې ظلم ارو مرو د ستنیدو خاصیت لري. نو ځکه مسلمانان د دغه ناقدریو لائق نه دي. پیړۍ کیږي چې لویدیځه نړۍ مسلمانان ښه پیژني . هم هغه ورځ چې لویدیځوال په اسلامي خاوره کې میلمانه شول او د کور د څښتن مال ته یې سترګې خړې کړې او بله ورځ چې کوربه وو او د مسلمانانو له کار او فکره یې ګټه پورته کړه، زیاتره یې بې له مهربانۍ او صبره بل څه ونه لیدل. پر دې اساس زه له تاسو ځوانانو غواړم په یو سم شناخت او ژور نظر سره او له ناخوښو تجربو په عبرت اخستلو سره له اسلامی نړۍ سره یو صحیح او شرافتمندانه تعامل ولرئ . که داسې وشي په نزدې راتلونکې کې به ووینئ چې کومه ودانۍ مو په دغه بنیاد ودرولې، د سازوونکو په سر د اطمینان او باور سیوری غوړوي ، هغوی ته د امن او ارامښت تودوالی ډالۍ کوي او د نړۍ په مخ د ځلانده راتلونکي د هیلې ډیوه بلوي.